له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني تېر ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مککینزي سره په ارګ کې وکتل.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې د ولسمشر لومړي مرستیال، د ملي امنیت سلاکار او د ملي دفاع وزارت سرپرست هم حضور درلود، دواړو لوریو د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې مذاکراتو د پیل، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا او ملاتړ، او د افغانستان او سیمې د وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.
د خبرپاڼې په خبره، جنرال مک کینزي وویل، په دغه مهمه او تاریخې ورځ د نوموړي د راتګ موخه دا ده چې یو ځل بیا د افغانستان دولت، خلکو او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د امریکا متحدو ایالتونو پر ملاتړ ټینګار وکړي.
خبرپاڼه لیکي، هغه زیاته کړه، زموږ ټولې پرېکړې به د افغانستان حکومت سره په مشوره ترسره کېږي
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې تېره ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې چې ویل کېږي د یادو خبرو تر کامیابېدو وروسته به ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)