دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 218804
د حکومت او طالبانو د تماس کمېټې لومړۍ ناسته کړې
د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاوو ترمنځ په لومړي ځل مخامخ خبرې شوې دي. د افغان حکومت او طالبانو د تماس کمېتې تېره ورځ د غونډې د اجنډا په جوړلو بحثونه کړي دي. د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی وایي، د تماس کمېټې په دې ناسته کې د غونډې پر څرنګوالي، مهال وېش او ورته موضوعاتو بحثونه کړي دي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ هم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي، د دواړو مذاکراتي ټیمونو د تماس ډلو ترمنځ تېر ماښام له لمانځه وروسته ناسته ترسره شوه او په خبره یې په دې ناسته کې په کاري اصولو او مهال وېش بحث شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د پرانیستغونډې وروسته دواړو لورو لس کسیزه کمېټه وګومارله چې د دواړو لوریو پنځه پنځه کسان یې برخه دي، او تر ډېره پورې دوی به یوازې د بین الافغاني مذاکراتو پر څرنګوالي او اجنډا بحثونه کوي.
https://avapress.com/vdciuvar5t1azv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته