دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۴۸
د مطلب کود : 218860
د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرستان استجواب کړي وو چې د امنیتي میثاق پروګرام د ځانګړتیاو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د جرګې د غړو پوښتنې ځواب کړي.
د ولسي جرګې غړي وايي، له کومې ورځې راهیسې چې حکومت د امنیتي میثاق په نوم کوم امنیتي پلان پیل کړی، د کابل ښار پر امنیتي وضعیت‎یې هېڅ اغېز نه‎دی کړی.
دوی د دوشنبې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرستان استجواب کړي وو چې د امنیتي میثاق د ځانګړتیاو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د وضاحت په هدف د دوی پوښتنې ځواب کړي.
د ولسي جرګې غړي عبدالستار حسیني وویل: "د امنیتي میثاق په اړه وضاحت راکړئ چې په دې کې کوم شان کسان دي او د کشفي او استخباراتي ارګانونو د تائید وړ دي او ایا دوی د نظام په ګټه دي او خلکو او نظام ته ګټور تمامېدای شي."
د دې جرګې بل غړي مهدی راسخ وايي: "دا کسان چې د امنیتي میثاق په نوم وسله وال شوي دا وسلې له کومه شوي، څوک ورته لارښوونه کوي او د کوم هدف لپاره تشکیل شوي؟"
سربېره پر دې د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړو هم د یاد پروګرام په اړه خپلې اندېښنې بیان کړې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو میاشتې مخکې په کابل ښار کې د امنیت د ټینګښت په هدف، د امنیتي، دفاعي او کشفي ارګانونو د امنیتي میثاق په نوم پروګرام طرحه تائید او لاسلیک کړه چې اوس د پلي کېدو په حال کې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وویل، د کابل امنیتي میثاق یو امینتي پروګرام دی چې د امنیتي ارګانونو د شته پرسونل د یوې برخې پر مټ پر مخ وړل کېږي او په کابل ښار کې یې ښه نتیجه ورکړې ده.
 
هغه زیاته کړه: "د جرمونو ۲۵۴ ساحې پېژندل شوي او تمرکز پرې شوی، ۲۷۰۰ ولګرد کسان چې په چاقو او داسې نورو خلک ډاروي او همدارنګه مو په تېرو ۶ میاشتو کې څه باندې ۱۰۰۰۰ کسان نیولي دي."
ښاغلي اندرابي وویل، په کابل ښار کې د جرمونو کمول، په مهمو ځایونو کې د کمرو، ترمینلونو او بایومټریک دستګاګانو نصبول، ګزمې او د ابي کمربند جوړول د امنیتي میثاق پروګرام برخې دي.
سربېره پر دې د ولسي جرګې ځینو غړو وویل، د امنیتي میثاق په نوم په هېواد کې د ملېشو جوړول روان دي او دا کار به په راتلونکي کې نظام ته زیان ورسوي.
په دې اړه د افغانستان د ملي امینت عمومي ریاست سرپرست احمد ضیاء سراج وویل، د سیمه ییزو ځواکونو د جوړولو پروګرام له څو کلونو راهیسې روان دی او د هېواد په هلمند، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې ښې نتیجې ورکړې دي.
 
ښاغلي سراج وویل، ممکن په دغو ځواکونو کې ځینې نیمګړتیاوې وې، خو هر وخت د جګړې په لومړۍ لیکه کې جنګېدلي دي.
ده دا هم وویل، افغان حکومت د ملېشو جوړولو مخالف دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcaianuw49n6a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته