د افغان حکومت د مرکچي پلاوي وياند نادر نادري تېر ماښام پر خپل ټوېټر وليکل:
مازدیګر څلور نیمې بجې د بین الافغاني مذاکراتو د ټیمونو ترمنځ عمومي ناسته ترسره شوه. د دواړو ټیمونو مشرانو خپلې ویناوې واورولې او سپارښتنه یې وکړه چې د تماس ګروپونه هر کله د ناستو د طرز العمل او تقسیم اوقات په اړه پاتې کار نهايي کړي، له هغه وروسته به د مذاکراتو د اجنډا په اړه ناستې ترسره کیږي.
په اعلاميه کې زياته شوې، د ناستو د طرزالعمل په اکثره مواردو توافق شوی او کمه برخه یې پاتې ده. په ناسته کې د دواړو ټیمونو لخوا دوه دوه کسان د ارتباط او تماس لپاره وټاکل شول.
په اعلاميه کې زياته شوې چې د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاوو مشرانو په ناستو کې د خبرو پر مهال د زغم او تحمل سپارښتنه وکړه.
د يادولو ده چې دا د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاويو تر منځ لومړنۍ مخامخ عمومي ناسته وه.