دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۸
د مطلب کود : 219109
هېواد کې د کرونا ویروس ۲۵ مثبتې پېښې

تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۲۵ مثبتې پېښې د هېواد په کچه ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(جمعه د وږي په ۲۸مه نېته) له رسنیو سره شریک شوي دي، ښیې چې یاده موده کې د کوویډ۱۹ یو ناروغ مړ شوی هم دی.
ترڅنګ یې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ ۷۱ ناروغان روغ شوي دي.
تازه پېښې ۵ کابل، ۴ بدخشان، ۱۴کندز او ۲ هم په سمنګانو کې ثبت شوې دي.
د تازه پېښو له ثبت سره د هېواد په کچه د تولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸ زره او ۸۹۷ ته ورسید چې له ډلې یې ۴۸۷۰ فعالې دي.
تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کله ۱۴۳۷ تنه مړه شوي دي.
https://avapress.com/vdchvwniw23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته