دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 219297
ویلسن: طالبان دې تاوتریخوالی کم کړي
په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې طالبان دې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی کم کړي.
د بهرنیو چارو له وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر نن له غرمې مخکې په کابل کې د امریکا له سفیر شارژادفیر راس ویلسن سره لیدلي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د سولې پر روان بهیر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراخوالي خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د افغان سولې د خبرو پر مهال په هیواد کې د روان تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی.
خبرپاڼه لیکي، په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره دې تاوتریخوالی کم او د اوربند له لارې دې دایمي سولې ته لار برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې له خبرو سره هم‌مهاله په هیواد کې جګړې زور اخیستي او هره ورځ د هیواد له بېلابېلو سیمو د جګړې او مرګ‌ژوبلې خبرونه راځي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf11d0ew6dy0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته