دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 219765
د کرونا له کبله د مړو شوو شمېر له يو مېليون واوښت
د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې په نړۍ کې د کرونا وايروس له کبله د مړو شوو کسانو شمېر تر يو مېليون واوښت.
د دې شمېرو پر بنسټ شاوخوا نيم مېليون کسان يوازې په درېيو هېوادونو امريکا، برازيل او هند کې د کرونا له کبله مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوترش د کرونا له کبله د دومره ډېرو کسانو په مړينې سخته خواشينې څرګنده کړې او ويلي يې دي، د دې يو کس مړينه هم بايد هېره نه شي.
نوموړي زياته کړې:
دوی پلرونه او میندې، مېړونه او مېرمنې، وروڼه او خویندې، ملګري او همکاران وو، درد یې د دې ناوړه ناروغۍ له کبله څو چنده شوی دی.
کرونا وايروس تر دې مهاله د نړۍ په ۸۸ هېوادونو کې خپور شوی او تر ۳۲ مېليونو ډېر کسان پرې اخته شوي دي. يوازې امريکا کې پر دغه ناروغۍ له پنځو مېليونو ډېر کسان اخته شوي دي.
کرونا وايروس تېر کال لومړی ځل د چين له ووهان ښاره ټولې نړۍ ته خپور شو او د ځاني زيانونو تر څنګ يې د هېوادونو اقتصادونه هم سخت زيانمن کړل.
د رسمي شمېرو له مخې افغانستان کې تر دې مهاله څه باندې ۳۹ زره کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي او شاوخوا يو نيم زر ترې مړه شوي دي.
له بل لوري کارپوهان وايي، په ټوليز ډول نړۍ کې د کرونا له کبله د ناروغانو او مړو شوو کسانو شمېر له هغه څه ډېر دی چې په رسمي ډول خپرېږي، ځکه يو شمېر ناروغانو روغتونونو ته مراجعه نه ده کړې او په کورنۍ درملنه يې بسنه کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfv1d0tw6dyea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته