دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 219907
افغان حکومت د اوربند ټینګیدو په اړه د اروپايي پارلمان د غوښتنې هرکلی کړی
افغان حکومت په افغانستان کې په بیړني ډول د تل پاتې اوربند د ټینګیدو د اړتیا په اړه د اروپايي پارلمان د غوښتنې هرکلی کړی دی.
د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت په کلکه په خپل هیواد کې په بیړني ډول د اوربند د ټینګیدو او د تاوتریخوالي د غندنې په اړه د اروپايي پارلمان د غوښتنې هرکلی کوي.
 
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا هم د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې اروپايي پارلمان په نړۍ کې تر ټولو یو ستر او مخامخ په دیموکراتیک ډول غوره شوي پارلمان دی، چې د سولې د هراړخیزو خبرو او په بیړني ډول د تل پاتې اوربند د غوښتنې ترڅنګ یې په دغه هیواد کې روان تاوتریخوالی هم غندلی دی.
اروپايي پارلمان د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۳۰ ( تلې ۹) په یوه ګډه اعلامیه کې په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د مرکچي پلاو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو د پیل هرکلی کړی او ویلي دي، چې د سولې یو هراړخیز بهیر افغانستان کې د څلورو لسیزو وژنو او ویجاړیو ته د پای د ټکي د ایښودلو، ثبات، امنیت او د سولې راوستلو لپاره یو مخکنی شرط دی.
اروپايي پارلمان بین الافغاني خبرې په دې برخه کې خورا مهمې بللي دي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي " اروپايي پارلمان به د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د هراړخیزو خبرو په اړتیا ټینګار وکړي. ټولې سیاسي ډلې د ښځو، ځوانانو او اقلیتونو په ګډون د مدني ټولنې استازي باید د خبرو په ټول بهیر کې برخه ولري. دا ډیره ضروري ده، چې بشري حقونو په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو حقونو د ساتنې ترڅنګ په افغانستان کې هرڅوک د خبرو په بهیر او بل حکومت کې خپل استازیتوب احساس وکړي".
په ګډه اعلامیه کې په اوسنیو حساسو حالاتو کې د افغانستان دننه ثبات خورا مهم ګڼل شوی دی.
دا اعلامیه وايي "د همدې له امله په وروستیو اونیو کې د تاوریخوالي د کچې لوړیدل غندو او په افغانستان کې د ټولو ښکیلو اړخونو څخه غواړو، چې په بیړني ډول تل پاتې اوربند ټینګ کړي. اړتیا ده، چې د وروستیو تروریستي بریدونو او د دوامداره تاوتریخوالي عاملین ځواب ویوونکي اوسي".
اروپايي پارلمان غړو په دې اعلامیه کې تاوتریخوالي د پیښو قربانیانو کورنیو او ټپیانو سره هم خواخوږي ښودلې او افغانانو سره یې د اروپايي ټولنې د ملاتړ د دوام ژمنه کړې ده.
همداشان اروپايي پارلمان د افغانانو ترمنځ د روانو خبرو لپاره د اسانتیاو د برابرولو د دیموکراسۍ د ارزښتونو، بشري حقونو ، قانون حاکمیت او د افغانانو د تیرو دوو لسیزو لاس ته راړونو د خوندیتوب په هدف چمتوالی ښودلی دی.
اروپايي پارلمان په افغانستان کې د اوربند د ټینګیدو او د تاوتریخوالي د کمیدو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د قطر په پایخت دوحه کې نږدې درې اونۍ وړانډې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د استازو ترمنځ خبرې پیل شوي، خو تراوسه لا دواړه غاړې د سولې د خبرو لپاره د کړنلارې په ترتیبولو او دغو خبرو ته د اجندا په برابرولو نه دي بریالي شوي.
د دغو خبرو د اوږدیدو وروسته افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تیره شپه دوحه ته رسیدلی دی.
د طالبانو د مشر د سیاسي چارو مرستیال او د دوحه د دفتر رئیس ملاعبدالغني برادر د خبرو د اوږدیدو ملامتي د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر مرکچي پلاوي اچولې او د خپل ټویټر په پاڼه په خپور شوي لنډ بیان کې یې ادعا کړې، چې طالبان غواړي یوې موافقې ته ورسیږي، خو مقابل لوری خنډونه راولاړوي.
افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي لا د ملابرادر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzn0x5yt0fn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته