دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۴
د مطلب کود : 220766
هرات او کونړ کې چاودنو له امله ۱۰ ملکیان ووژل شول
په هرات او کونړ ولایتونو کې د دوو چاودنو په نتیجه کې ۱۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د هرات ولایت د رسنیو دفتر وایي د ملکي وګړو یو لیږدوونکی موټر د دغه ولایت په کشک کهنه ولسوالۍ کې د طالبانو ایښودل شوي ماین باندې برابر شوی چې پنځه ماشومان پکې وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون لس نور کسان پکې ټپیان دي.
د ملکي وګړو دغه موټر لرسرخ کلي ته د واده مراسمو کې ګډون لپاره روان و.
همداشان د کونړ د والي ویاند، عبدالغني مصمم ویلي چې د دغه ولايت په اسمار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله پنځه تنه پلي ملکي وګړي وژل شوي دي.
یاده پېښه نن چهارشنبه له غرمې مخکې د اسمار ولسوالۍ د مېږو کڅ سیمه کې شوې ده.      
په وروستیو څو ورځو کې د جګړو او چاودنې پيښې زیاتې شوي دي.
نن د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې هم یوې چاودنې د دریو کسانو ژوند واخیست او ۱۴ نور یې ټپیان کړل.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciquarqt1ary2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته