دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 220782
دفاع وزارت: هرات کې د طالبانو د چاودېدونکو موادو یوه زېرمه ویجاړه شوه
د افغانستان دفاع وزارت په هرات کې د طالبانو د چاودېدونکو موادو د یوې زېرمې د له‌منځه وړلو خبر ورکړ.

دفاع وزارت په یوه بیان کې چې پرون‌یې خپور کړ ویلي دي چې دوی په شینډنډ ولسوالۍ کې د ۵۰۰ مترو په اوږدو یو تونل کشف کړ چې په دې تونل کې طالبانو چاودېدونکي مواد زېرمه کړي وو.
امنیتي ځواکونه وایي چې دا تونل او هلته چاودېدونکي مواد یې له‌منځه وړي دي.
طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7z9xxak9xu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته