دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۲
د مطلب کود : 220879
پاکستان د افغانانو لپاره د ویزو نوې تګلاره اعلان کړه
په کابل کې د پاکستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانانو لپاره د ویزو د ورکړې نوې تګلاره اعلان کړه.

په کابل کې د پاکستان له سفارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان حکومت د افغان اتباعو لپاره د ویزې نوې تګلاره تصویب کړې او په کابل کې د دغه هیواد سفارت او ټولو کونسلګریو د دې پالیسي پلي کېدل پیل کړي دي.
په کابل کې د پاکستان سفارت دغه پالیسي په لاندې ډول ذکر کړې ده.
۱ـ د یو کال لپاره سیاحتي ویزه د ۶۰ ورځو پاتې کېدو سره.
۲- د درملنې لپاره د تورخم له لارې د تګ پرمهال درې میاشتنۍ ویزه ورکول کېږي خو هغه کسان چې جدي ناروغي ولري وېزې ته اړتیا نشته یوازې یو پایواز باید له ځانه سره ولري.
۳- د پنځو کلونو لپاره ویزه د یو کال پاتې کېدو سره هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې پاکستانۍ مېرمنې یا اولادونه ولري.
۴- هغو افغان سوداګرو ته د پنځه کلونو وېزه ورکول کېږي چې په پاکستان کې تر ۵۰ میلیونه پاکستانۍ کالدارې زیاته پانګونه ولري، او د ۳-۲ کلونو وېزه هغو افغان سوداګرو ته ورکول کېږي چې پانګوونه یې په پاکستان کې له ۵۰-۲۰ میلیونه پاکستانۍ کالدارې کمه نه وي.
۵- محصیلیونو یا زده کوونکو ته د تحصیلي برنامې پر اساس وېزه ورکول کېږي.
۶ـ په پاکستان کې د کار کوولو لپاره وېزه د پاکستان د پانګوونې بورډ په سپارښتنه د یو کال لپاره ده.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي، په تېره اوونۍ کې په کابل کې د دغه هیواد سفارت او په ټول هیواد کې د دوی د کونسلګریو له خوا ۱۹۰۰۰ وېزې وېشل شوې دي.
خبرپاڼه لیکي، افغانان دې د پاکستان د وېزو د ترلاسه کولو لپاره چا ته پېسې نه ورکوي او په خبره یې دوی هیڅ کوم استازی یا کمشن کار نه لري چې وېزه وپلوري.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته په سلګونو افغانانو لاریون کړی و او ویل یې چې د پاکستان وېزه په پیسو پلورل کېږي او په میاشتو میاشتو په دې نه توانېږي چې دغه وېزه ترلاسه کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5z0xnyt0xj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته