دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 220905
ارزګان کې په یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوې ښځې وژلې
د ارزګان ولایت دهراود ولسوالۍ کې د ملکي خلکو په یو کور د هوان مرمۍ لګېدو له کبله دوې ښځې وژل شوې او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

دارزګان د والي ویاند احمدشاه ساحل وایي، دغه پېښه تېر ماښام د دغه ولایت دهراود ولسوالۍ په زرتاله سیمه کې رامنځته شوې.
نوموړی وایي، دغه هوان مرمۍ د وسله‌والو طالبانو له لوري د دهراود ولسوالۍ د یو قومي مشر پر کور توغول شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، په دغه پېښه کې دوې ښځې وژل شوې او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzz0xkyt0xn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته