دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 221149
ولسمشرغني ولسي جرګې ته ۲۴ نوماند وزیران معرفي کړل
ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کابینې ۲۴ نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره ور وپېژندل.

ولسمشرغني ولسي جرګې ته د نوماند وزیران د پېژندې په غونډه کې لویې ستونزې یادې کړې چې په وینا یې فساد پر راتلونکي د بې باورۍ یو لوی لامل دی چې ښکاره بېلګه یې بهرنیو هیوادونو ته د لسګونو میلیارده ډالره لېږدول دي.
غني زیاته کړه:
پېسې دلته پیدا شوې اما بېرته بهرني هیوادونو ته انتقال شوې.
هغه دغه راز د امریکا او افغانستان د اړیکو پر څرنګوالي هم خبرې وکړې.
نوموړي وویل، په دې وروستیو کې د امریکايي ځواکونو له خوا پر طالبانو هوایي بریدونه د دې ښکارندويي کوي چې امریکا د افغان حکومت ملاتړ کوي او په خبره یې امریکا ورته ډاډ ورکړي چې له افغانستان سره به هر راز همکاري کوي.
ولسمشر د خبرو په دوام دا هم وویل، چې د طالبانو له خوا په ملکي کسانو بریدونه او هغوی ته مرګ‌ژوبله اړول د دې معنی لري چې هغوی د سولې لپاره اراده نه لري او په وینا یې پر غور او هلمند د طالبانو وروستي بریدونه ښکاره کوي چې دوی لا هم د فتحې پر کاذب روایت باور لري.
ولسمشر دغه راز له پارلمانه غوښتنه وکړه چې د ملي اردو، ملي امنیت او ملي پولیسو ژورو اصلاحاتو ملاتړ وکړي، کار اهل کار ته وسپاري چې ضوابط پر روابطو مستحکم شي.
ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبري په ټپه ولاړې دي او په هیواد کې جګړې زور اخیستي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceez8wojh8wzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته