دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 253670
البانيا کې افغان کډوالو د خپل نا مالوم برخليک په غبرګون کې مظاهره وکړه
د دې مظاهرې یوه ګډونوال، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي رادیو ته وویل: "موږ دا مظاهره د دې لپاره کړې چې دلته په بد حالت کې وو، برخلیک مو څرګند نه دی، زموږ ماشومان له تعلیمه پاتې دي نو غواړو چې موږ امریکا یا یو بل هېواد ته ولېږدول شو."
افغان غږ خبری آژانس – مانیتورینګ، د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، کابو ۲۴۰۰ افغانان د تېر کال په اګست او سپټمبر میاشتو کې له افغانستانه البانیا ته وایستل شول او د دغه هېواد په شینګ جن او دوریس ښارګیو کې په موقتي ډول دېره شول.

د امریکا متحدو ایالتونو او غیرحکومتي موسسې له دوی سره مالي مرسته کوي.

کله چې دوی البانیا ته ورسېدل، د ختیځې اروپا دغه هېواد اعلان وکړ، مخکې تر دې چې دا زرګونه افغانان د امریکا متحدو ایالتونو ته لاړ شي، هېواد یې لږ تر لږه د یوه کال لپاره سرپناه ورکوي.

البانیا تازه ژمنه کړې چې که افغان کډوالو ته د امریکا د وېزې ورکړه وځنډېږي، حاضره ده چې یو کال نور یې هم وساتي.

د البانیا د باندنیو چارو وزارت ویلي چې دې هېواد ته ۹۰۰ ورغلي افغانان هلته پاتې دي او نور یې امریکا او کاناډا ته بیول شوي دي.
https://avapress.com/vdciyparut1awq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته