دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 253742
اسلامي امارت د داعش او پخوانیو افغان ځواکونو د ګواښونو شتون ردوي
اسلامي امارتو د ملګروملتونو د کارپوهانو هغه راپور رد کړی چې وايي، د دوی واکمني د داعش ډلې او د پخواني دولت د امنیتي ځواکونو له خوا تر ګواښ لاندې ده
افغان غږ خبری آژانس - مانیتوریګ، د اسلامي امارتو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا آزادۍ راډیو ته وویل، دا دواړه ډلې د دوی لپاره سرخوږی نه شي جوړولای.

هغه وايي: "اسلامي امارت له هغه وخته چې د ښارونو کنټرول په لاس کې اخیستی داعش پدیده په یوه حد کې وه خو اوس د نهایت ضعف حالت ته رسېدلې او په سلو کې یو هم نه دي پاتې او ظاهري وجود هېڅ نه لري. همداراز د مقاومت په نوم چې څوک په بغاوت لاس پورې کوي دفع شوي او له منځه وړل شوي دي، کوم فزیکي حضور یې موږ نه وینو، نه یې کومه جبهه وینو. د دوی د دفع کېدو لپاره اسلامي امارت قاطع دی. ډېرژر به هرڅه کنټرول او نورمال حالت ته راشي."

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په تازه راپور کې چې د غبرګولي په دولسمه د امنیت شورا ته وړاندې شو راغلي دي، چې د اسلامي امارتو واکمنۍ ته اصلي خطر د اسلامي دولت ډلې یا داعش او د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د چریکي حملو له خوا متوجه دی.

په امریکا کې د ډیموکراسۍ د دفاع د بنسټ مخکښ کارپوه بیل روجیو هم په دې باور دی، چې د داعش ډلې د حملو تمرکز تر ډېره پر اسلامي امارتو دی نه پر نړیوالو اهدافو.

هغه وايي: "د داعش ډلې خراسان څانګه که څه هم د اسلامي امارتو لپاره یو ګواښ ګڼل کېږي، خو لوی ګواښ نه دی. دوی پر سیمو ولکه نه لري او د جنګیالیو شمېر یې لږ دی.

دا ډله په اسلامي امارت او ګاونډیو هېوادونو کې د یوه ځوځ حیثیت لري چې تر ډېره پر خپله بقا تمرکز کوي او دومره وخت نه لري چې د لویځ پرضد بریدونه وکړي.
 
https://avapress.com/vdci5parrt1awy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته