دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 254906
کورنیو جګړو ته لمن وهل د بهرنیانو ته خدمت دي
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي، یو شمېر کسان د مقاومت په پلمه له بهرنیو استخباراتي کړیو سره همکاري غواړي؛ په افغانستان کې د قومي، مذهبي او ژبني تفرقې رامنځته کول دي. دده په اند؛ افغانستان یووالي او همپالنې ته اړتیا لري او د کورنیو جګړو لمن وهل، بهرنیانو ته خدمت دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت دغه غړي په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د دغو کسانو موخه د بهرنیو او استعماري قوتونو ته ښه خدمت کول دي. فتنې رامنځته کول نه یوازې شرم دی بلکې خیانت هم دی.
 
د نظري په وینا؛ افغانستان یووالي او همپالنې ته اړتیا لري او د کورنیو جګړو ته لمن وهل، بهرنیانو ته خدمت دي.
 
د اقتصاد وزارت مرستیال وویل: «د بهرنیانو هدف دا دی چې د ناکراریو، او جګړې یوه دایره جوړه کړي. خو ولس اجازه نه ورکوي چې په هېواد کې د بهرنیانو شوم اهداف پلي شي. ځکه خلک ویښ دي.
 
داپه داسې حال کې ده چې له دوو میاشتو کړکیچ وروسته د پنجشنبې په ورځ د بلخاب په ولسوالۍ کې د مهدي مجاهد او د هغه تر قوماندې لاندې عسکرو سره د اسلامي امارت د پوځیانو تر منځ دوه سرې نښتې وشوې چې دوه ورځې یې دوام وکړ او د شنبې په ورځ یې یاده ولسوالي اسلامي امارت پوځیانو نیوله.
 
https://avapress.com/vdcbgab50rhbs9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته