دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 254982
د ایران ولسمشر د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره وکتل
د ایران ولسمشر ایت الله ډاکټر سید ابراهیم رئیسي د پاکستان د پوځ د لوی درستیز د ګډې کمیټې له مشر ندیم رضا سره په کتنه کښې په افغانستان کښې د ټول شموله حکومت په رامینځته کیدو د ټینګار په ترڅ کښې وویل د ناټو د شل کلن حضور په هېواد کې له بربادۍ پرته بل څه نه دي راوړي.
افغان غږ خبری آژانس، د ایران د ولسمشر دفتر اعلان کړی چې دغه غونډه د سه شنبې په ورځ (سرطان ۷) د تهران په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه.
 
حجت الاسلام رئیسي وویل، په افغانستان کې د امریکا د دوه لسیزو پوځي حضور او د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان (ناټو) له وینې تویونې او ویجاړۍ پرته بل څه نه دي راوړي.
 
رئیسي زیاته کړه، «دا اړینه ده چې طالبان په افغانستان کې یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي، چې ټول توکمونه پکې برخه ولري، ترڅو هېواد ته سوله او پرمختګ راشي».
 
https://avapress.com/vdcfcjd00w6dt1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته