دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۱
د مطلب کود : 255065
د سترې محکمې رئيس: د هېواد د ژغورلو لار یووالي او همپالنه ده
د ولسي جرګې په خیمه کې د دیني عالمانو د غونډې مشر د افغانستان د قومونو ترمنځ د یووالي او پیوستون د ټینګښت لپاره اړینه وبلله او زیاته یې کړه چې موږ باید د فردي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړو.
افغان غږ خبری آژانس، د سترې محکمې رئیس او د لویې جرګې په خیمه کې د دیني عالمانو د غونډې مشر شیخ حبیب الله حقاني د افغانانو د یووالي د ټینګښت غوښتنه کړې ده، او ویلي یې دي چې اجتماعي ګټو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.
 
هغه زیاته کړه: تاسو ته څرګنده ده چې اسلام د اجتماعي او فردي ژوند بشپړونکی لارښود دی. نو که د ټولنې غړي انفرادي اصلاح راولي، ټولنه به هم اصلاح شي.
 
د دیني عالمانو د غونډې مشر زیاته کړه، مهمه خبره دا ده چې کفار یو واحد ملت دی، خو د اسلامي هېوادونو ستونزه دا ده چې په وړو وړو مسایلو کې له یو بل څخه جلا کېږي.
 
هغه زیاته کړې، د اسلامي امارت مسؤلین باید یوازې د اسلام سپېڅلي دین او هېواد ته د اخلاص د خدمت اراده ولري، د شخصي حقوقو او مادي شیانو لپاره کار نه کوي چې مسؤلین له خپلو اصلي موخو څخه بې برخې کړي.
 
د هېواد د دیني عالمانو لویه غونډه نن پنجشنبه (د سرطان ۹) د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د څه باندې ۳۵۰۰ دیني عالمانو او قومي مشرانو په حضور کې په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شوه.
 
د يادونې وړ ده، چې دغه غونډه د څو چاودنو او ډزو له اورېدو وروسته پاى ته ورسېده. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه اوازې په یوه مشکوک ځای کې د امنیتي ځواکونو د ډزو له امله بولي.
 
https://avapress.com/vdciqwarwt1awu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته