دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 255318
د کندهار والي امنیتي ځواکونو ته: له خلکو سره مهربانه اوسئ
حاجي یوسف وفا; د کندهار والي د دغه ولايت د استخباراتو له رياست څخه د امنيتي ځواکونو د فراغت په مراسمو کې پر هغوى ټينګار وکړ چې په خپل چلند کې دې بدلون راولي او له خلکو سره دې ښه چلند وکړي.
افغان غږ خبری آژانس- کندهار: د امنیتي ځواکونو ۱۱۰ تنه غړي د کندهار د استخباراتو له ریاست څخه تر اسلامي، فکري، ایډیالوژیکي او نظامي زده کړو وروسته فارغ شول.
 
حاجي یوسف وفا; د کندهار والي د دغو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې ټینګار وکړ، چې باید په خپل چلند کې بدلون راولي او له خلکو سره ښه چلند وکړي.
 
د کندهار والي له دغو ځواکونو وغوښتل چې خپلې دندې په صادقانه توګه ترسره کړي. خپلې خاورې او نظام ته ژمن اوسئ او د خلکو ستونزو ته پاملرنه وکړئ.
 
د ده په خبره، افغانان له تېرو شلو کلونو راهیسې د امریکا تر سخت اشغال لاندې وو او ډېر ځورېدلي، اوس باید په آرامۍ کې ژوند وکړي.
 
يو له نويو فارغو شويو سرتېرو څخه کمال شاه وايي، خوښ دى چې په مسلکي توګه روزل شوى او د خلکو خدمت ته چمتو دى.
 
هغه زياته کړه چې په دوو مياشتو کې ورته د وسلو د کارولو، له ټپيانو سره د مرستې، معايناتو او داسې نورو په اړه روزنه ورکړل شوې ده.
 
له دغو ځواکونو څخه یو بل احمد اغا هم خپل هدف د خلکو خدمت او د اسلامي نظام ساتنه ګڼي.
 
https://avapress.com/vdcjvie8ouqeitz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته