دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 255732
د نورستان-کونړ لویه لار پرانیستل شوه
د نورستان ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، د نورستان-کونړ عمومي سړک چې د سېلابونو له امله تړل شوی و، خنډونه لرې او دغه لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
افغان غږ خبری آژانس: د نورستان ولایت سیمه ییزو سرچینو د سرطان په ۲۵مه وویل، چې دغه لار د دغه ولایت په وامۍ ولسوالۍ کې د باران او سیلابونو له امله تړل شوې ده.
 
سرچینه زیاتوي، چې د نورستان-کونړ لارې بندېدل د دې لامل شوي، چې د دغو دوو ولایتونو د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ شي.
 
شاوخوا لس ورځې وړاندې په نورستان کې د سېلابونو راوتلو له امله د عامو لارو د بندېدو تر څنګ د دغه ولایت اوسېدونکو ته ځاني او مالي زیانونه هم واوښتي.
 
https://avapress.com/vdcjtie88uqeiaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته