دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۲
د مطلب کود : 255756
په هلمند کې ۳۲۰ تنه په کولرا اخته شوي
د هلمند روغتیايي چارواکو اعلان کړی، چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې ۳۲۰ تنه په کولرا اخته شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې ۳۲۰ تنه په کولرا اخته شوي دي.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د هلمند ولايت روغتيايي مسؤلينو د دغه ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د کولرا په ناروغۍ د پنځوسو تنو د اخته کيدو خبر ورکړى و.
 
که څه هم روغتیايي چارواکو ویلي چې له درملنې وروسته د ناروغانو وضعیت مخ په ښه کېدو دی. خو تر دې وړاندې د هلمند په باغران ولسوالۍ کې هم د دغې ناروغۍ له امله شاوخوا شل تنه مړه شوي وو.
 
د زابل او دایکندي په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د دغې ناروغۍ د خپرېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
 
د چهارشنبې په ورځ په زابل کې روغتیايي چارواکو وویل چې د دغه ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې لسګونه کسان په کولرا اخته شوي دي.
 
خو د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي، چې د دغو ناروغانو د درملنې په موخه د شهر صفا ولسوالۍ ته روغتیايي ټیمونه استول شوي دي.
 
 
https://avapress.com/vdcfttd0vw6dtea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته