دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 255779
د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي سره د امیرخان متقي لیدنه / اسلامي بانکداري او د اړیکو پراختیا باندی بحث
د اسلامي امارت د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي احمد عزام عبدالرحمن سره وکتل. د افغانستان په چارو کې د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او د دغه هېواد د جنوبي او مرکزي اسیا د برخې مرستیال محمد اظهر مزلان هم خبرې وکړې. د دې اعلامیې له مخې؛ سوداګرۍ، اقتصادي اړیکې، بانکي سکټور، د پوهنې بهیر او دوه اړخیزې اړیکې د دې ناستې له محورونو څخه وې.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د یکشنبې په ورځ (سرطان ۲۶) په خپله ټویټر پاڼه کې یو بیان خپور کړی او لیکلي یې دي چې په دې غونډه کې به دواړه لوري پر سوداګریزو، اقتصادي اړیکو خبرې وکړي.
 
ښاغلي متقي د مالیزیا له پلاوي وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي ځکه ښه فرصت شته.
 
نوموړي د تحصیلي بورسونو او ظرفیت لوړونې ترڅنګ د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې هم د لازمو همکاریو غوښتنه وکړه.
 
د مالیزیا پلاوي په دې ناسته کې دا هم وویل، چې دوی به له افغان حکومت سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي او غوښتنو ته به د رسېدو لپاره پوره هڅې وکړي او د پرمختګ په لټه کې به وي او له افغانانو سره به دوامداره همکاري کوي.
 
باید وویل شي، چې مالیزیا تر دې وړاندې هم له تېر حکومت سره د روغتیا او پوهنې په برخو کې مرستې او همکارۍ کړې دي.
 
https://avapress.com/vdca0mnuo49nm01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته