دخپریدو نیټه :شنبه ۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۱
د مطلب کود : 256010
د هېواد په ټولو سرحدي سیمو کې به پوستې بیارغول کیږي
په هرات کې د ۲۰۷ الفارق قول اردو چارواکو اعلان وکړ چې له ایران سره د افغانستان د سرحدي پوستو د بیارغونې کار پیل شوی او په پام کې ده چې دغه عمل هر اړخیز وي او د هېواد ټولې سرحدي نقطې پکې شاملې وي. د چارواکو په وینا، دا کار به ژر تر ژره بشپړ شي چې وروسته به د اسلامي امارت ځواکونه د سرحدونو د ساتنې لپاره وګمارل شي.
افغان غږ خبری آژانس: په هرات کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې له ایران سره د افغانستان په سرحدي پوله کې یې د پوځي پوستو د جوړولو کار پیل کړی او ټاکل شوې دغه پوځي اډې به ډېر ژر فعالې شي.
 
د ۲۰۷ الفارق قول اردو چارواکو اعلان کړی، چې له ایران سره د سرحدي پوستو د بیارغونې بهیر به ډېر ژر پیل شي.
 
د ۲۰۷ الفارق قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سرحدي پوستو د بیارغونې چارې د ملي دفاع وزارت په مستقیم امر ترسره شوې دي. دا عمل هراړخیز دی او د هیواد ټولې سرحدي نقطې پکې شاملې دي چې ژر تر ژره به بشپړې شي.
 
د دغه راپور له مخې، د دغو سرحدي پوستو له بیارغونې وروسته به د اسلامي امارت ځواکونه هلته د سرحدونو د ساتنې لپاره وګمارل شي.
 
د اسلامي امارت موقت حکومت په داسې حال کې له ایران سره د سرحدي پوستو د بیا جوړولو کار پیل کړی، چې په دې وروستیو میاشتو کې د طالبانو او ایراني پوله ساتو ځواکونو تر منځ شخړه پراخه شوې ده.
 
د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدی اعلان وکړ چې د دغو شخړو رامنځته کیدل د سرحدی مسایلو په هکله د اسلامی امارت د سرحدی ساتونکو د توجیه د نشتوالی له امله دی.
 
په هرات کې داسلامي امارت دبهرنيو چارو دوزارت استازي هم دځينو مافيايي ډلو له خوا دخلکو په وړاندې چې بيلابيلو هيوادونو ته د هجرت کولو نيت لري خبردارى ورکړ .
 
په دې اعلاميه کې راغلي: په دې وروستيو کې ليدل شوي چې کورني قاچاقبران له هېواده بهر د قاچاقبرانو او مافيايي ډلو په همکارۍ تل ځوانان په ايران کې يرغمل نيسي او ترکيې او اروپايي هېوادونو ته يې د ليږدولو په پلمه ترکيې ته وړي. د دوی د کورنۍ څخه د پیسو غوښتنه کوي. «نو له همدې امله ځوانانو ته توصیه کیږي چې د دغو کسانو او مافیايي ډلو په دسیسو کې ونه غولیږي».
 
دې اعلامیې زیاته کړې چې که خلک غیر قانوني سفرونه وکړي نو مسؤلیت به یې د خلکو او د هغوی د کورنیو پر غاړه وي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې د هېواد له ناوړه اقتصادي وضعيت سره د پاکستان او ايران په ګډون ګاونډيو هېوادونو ته د ناقانونه کډوالو د ورتګ کچه ډېره شوې ده.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو څه موده وړاندې په نیمروز کې اعلان وکړ چې هره ورځ په اوسط ډول له ایران څخه زر تنه مهاجرین افغانستان ته داخلیږي.
 
https://avapress.com/vdcjvme8yuqeiyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته