دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۲
د مطلب کود : 256424
د لوېديځ زون د فوټبال د لوبډلو سيالۍ پای ته ورسېد؛ هرات اتل شو
د لويديځ زون د فوټبال د ټيمونو سيالۍ چې د افغانستان د اتلانو ليګ ته د غوراوي په مقصد په هرات کې ترسره شوې وې د دغه ولايت د لومړي مقام په ګټلو سره پاى ته ورسيدې.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هیواد د چمپینز لیګ سیالیو ته د لار موندنې په موخه د لویدیځ زون د فوټبال کلپونو د سیالیو پای مراسم د هرات فوټبال فدراسیون کې ترسره شول.
 
په دې مراسمو کې چې د فوټبال فدراسیون رئیس، د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، د بدني روزنې رئیس او د هرات د فوټبال د یو شمېر ورزشکارانو حضور درلود، د هرات ولایت لومړی مقام ګټونکی اعلان شو.
 
یادې سیالۍ د هرات، فراه، نیمروز، غور او بادغیس ولایتونو د استازو په ګډون ترسره شوې. د اټیک انرژی هرات لوبډلې ۱۲ نمرې، ابو مسلم نیمروز ۹ نمرې، ابو مسلم بختور ۴ نمرې، آرش غور ۳ نمرې، استغلال او بادغیس ۱ نمرې وګټلې.
 
په دې مراسمو کې مولوي نعیم الحق حقاني؛ د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس دغه ولايت په لويديځه حوزه کې د فوټبال په ډګر کې يوه نمونه وبلله او ويې ويل: د خوښۍ خبره ده چې خيريه سوداګر د ورزشي فعاليتونو تر څنګ د ورزشي ټيمونو د تمويل په برخه کې هم خپلې ژمنې پوره کوي.
 
د هېواد د لوېدیځ زون اتلان د هېواد په غوره لیګ سیالیو کې د ګډون په موخه روان دي.
 
https://avapress.com/vdcirqar5t1aw52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته