دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 256720
په هېواد کې د اساسي قانون جوړول یوه اړتیا ده
د ملي دفاع وزارت سرپرست په خپلو وروستیو څرګندونو کې د اساسي قانون د جوړېدو خبره وکړه او دا یې د هېواد یوه جدي اړتیا وبلله.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملی دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد وایی چې د اسلامی امارت په جوړیدو سره په افغانستان کې سل په سلو کې امنیت ټینګ شوی دی.
 
نوموړي په خپلو تېرو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې داعش، القاعده او نورې ترهګرې ډلې په هېواد کې اغېزمن حضور نه لري او له افغانستان څخه به د سیمې او نړۍ هېوادونو ته کوم ګواښ نه وي.
 
په داسې حال کې چې مجاهد په هېواد کې د سل فیصده امنیت ډاډ ورکوي، په کابل کې پرونۍ چاودنې ۸ تنه شهیدان او ۱۸ تنه نور ټپیان کړل.
 
په ورته وخت کې د سیمې او نړۍ هېوادونه اندېښمن دي چې افغانستان د ترهګرو په خوندي ځاله بدلېږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ امريکا په کابل کې د القاعدې د مشر د شتون په پلمه د دغه هېواد له هوايي حريم څخه سرغړونه وکړه او په عملي توګه يې يو ځل بيا د بې پيلوټه الوتکو په بريد سره د افغانستان پر خاوره يرغل وکړ.
 
https://avapress.com/vdchi-niv23nmqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته