دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 256863
په فاریاب کې د حسیني عاشورا په مراسمو کې د سنیانو پراخ حضور
د ميمنې ښار د جمعې امام وايي، سني وروڼو د حسيني عاشورا د ورځې د ماتم په مراسمو کې ګډون وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: حجت الاسلام محمد ظاهر حسینی؛ د ميمنې ښار د حضرت محمد مصطفی (ص) د جومات د جمعې امام افغان غږ خبری آژانس ته وويل: د عاشورا د ورځې په مراسمو کښې ٩٠ فيصده ګډونوال سني وروڼه وو چې د ميمنې ښار له شاوخوا سيمو څخه د ګډون لپاره راغلي وو.
 
هغه زياته کړه، چې د عاشورا په مراسمو کې د ميمنې ښار د خلکو پر پراخ ګډون سربېره، د دولتي ادارو مسوولينو او د فارياب د "اسلامي امارت" د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مرستيال هم ګډون کړى و.
 
دغه ديني عالم وويل: په ميمنه کښې زمونږ سني وروڼه د حسيني عاشورا په مناسبت خاص عقيده لري او د دغې ورځې د خیراتونو په تيارولو کښې ګډون کوي.
 
د دغه ديني عالم د معلوماتو له مخې، يوازې د ميمنې په ښار کې شاوخوا ٧٠ شيعه کورنۍ ژوند کوي، چې ٢٠٠ کاله وړاندې په دغه ښار کې مېشت شوي دي.
 
هغه وويل: "د ميمنې ښار او د فارياب ولسواليو سني خلک هم له ٧٠ کلونو راهيسې د ميمنې ښار په عامه کتابتون کې د حسيني عاشورا په مراسمو کې ګډون کوي."
 
ښاغلي حسیني وویل، د پولیسو، ځانګړو ځواکونو، استخباراتو او اردو په ګډون امنیتي ځواکونو په ګډه د محرم له لومړۍ نېټې څخه د عاشورا د پروګرام تر پایه پورې د ماتم د مراسمو امنیت ټینګ کړی او خلکو له کومې اندېښنې پرته ماتم وکړ.
 
په همدې حال کې د محرم لومړۍ لسیزه او د عاشورا حسیني مراسم د هېواد په نهو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې په پوره امنیت او سولې سره تېر شول او عزادارانو د مراسمو د امنیت په تامین کې د اسلامي امارت د ځواکونو د اقداماتو او هلو ځلو قدرداني وکړه.
 
https://avapress.com/vdcfvvd0mw6dtca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته