دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 256939
د امریکا سنا مجلس افغان کډوالو ته د تابعیت ورکولو ملاتړ وکړ
د امریکا د سنا مجلس غړو هغو زرګونو افغان کډوالو ته چې موقتي استوګنې لري، د تابعیت له ورکولو خپل ملاتړ اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس: رویټرز خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ (اسد ۱۹) خبر ورکړ چې د امریکا د سنا مجلس غړو هغو زرګونو افغان کډوالو ته چې په موقت ډول په دغه هیواد کې میشت دي، د تابعیت ورکولو لایحه تصویب کړئ.
 
ویل کیږي چې په دې دوه اړخیزه قانون کې د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) لرونکو ته د هستوګنې خدماتو چمتو کولو سربیره، د هغو کسانو لپاره د استوګنې پروګرام هم شامل دی چې د امریکایي ځواکونو تر څنګ یې د کومانډو او هوایي ځواک پرسونل په توګه د تروریزم ضد ځانګړي خدمت کړی.
 
د امریکا د استازو په مجلس کې د دیموکراتانو استازي ارل بلومیناویر او د جمهوري غوښتونکو غړي پیټر میجر، چې د دې لایحې ملاتړي دي، وویل: موږ باید د هغو کسانو لپاره د خوندي او قانوني سرپناه د برابرولو لپاره خپله ژمنه پوره کړو، چې په خپله خوښه په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د ملاتړ لپاره خپل ژوند په خطر کي اچولي.
 
ویل شوي چې دغه لایحه ښايي د یو شمېر مهاجرو ضد جمهوري غوښتونکو له مخالفت سره مخامخ شي.
 
د يادونې وړ ده، چې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته له افغانستان څخه زرګونه کسانو د امريکا په ګډون بهرنيو هېوادونو ته پناه وړې او د دغو هېوادونو د تابعيت ترلاسه کولو په تمه دي.
 
https://avapress.com/vdcjtme8huqeihz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته