دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۲
د مطلب کود : 257084
په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د اسلامي مرستو سازمان اندېښنه
د اسلامي مرستو سازمان په افغانستان کې د کړکېچن وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، نړۍ باید د بشري مرستو د ژر تر ژره لېږلو لپاره له دغه هېواد سره خپله تګلاره بدله کړي.
افغان غږ خبری آژانس:  اسلامي مرستو سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د اسلامي امارت له تسلط وروسته، د اقتصادي او سیاسي سقوط له امله افغانستان د نړۍ په کچه یو له بدو بشري ناورین سره مخ شوی دی.
 
دغه سازمان زیاته کړه: ۱۹.۷ میلیونه خلک په منظمه توګه له لوږې خواته ځي، چې دا په نړۍ کې یو له لوړو احصایو څخه دی.
 
په راپور کې ویل شوي، میندې د خپلو ماشومانو د تغذیې لپاره مشکل سره مخامخ دي، او پلرونه د کار په لټه کې دي.
 
دغه سازمان دا هم ویلي، چې په افغانستان کې هلکان له خپلو کورنیو سره د مرستې لپاره ښوونځي پرېږدي او ځوانې نجونې هم د بې وزلۍ له امله واده کوي.
 
د اسلامي مرستو سازمان ویلي دي: «موږ د خوراکي توکو ډک بازارونه وینو چې خلک یې د اخیستلو لپاره پیسې نه لري. لکه څنګه چې بیکارۍ مخ په زیاتیدو ده، کوچني کاروبارونه تړل کیږي، او ښوونکي او نرسان د میاشتو لپاره پرته له معاش څخه کار کوي. "په افغانستان کې ځوانان ورځ تر بلې د راتلونکي په اړه وېره لري."
 
د اسلامي مرستو سازمان ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه مکلفه ده، چې په افغانستان کې د نورو کړاوونو مخه ونیسي، خو د افغانستان په اړه یوې نوې نړیوالې تګلارې ته بیړنۍ اړتیا ده. د بشردوستانه مرستو د مثبتو اغیزو پر بنسټ یوه تګلاره.
 
https://avapress.com/vdcbwzb5arhbsgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته