دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 257310
د کابل په خیرخانه کې د چاودنې له امله ۲۱ تنه وژل شوي دي
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د چهارشنبې په ورځ (د اسد ۲۶) د کابل ښار د خیرخانې په صدیقیه جومات کې د چاودنې له امله ۲۱ تنه وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي
افغان غږ خبری آژانس: نن چهارشنبه (۲۶ اسد) د کابل ښار د خیرخانې په صدیقیه جومات کې د لمونځ کوونکو په منځ کې چاودنه وشوه، چې د امیر محمد کابلی په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د جومات امام شو.
 
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په دې چاودنه کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
 
حکومتي چارواکو دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې د دغه ډول بریدونو عاملین به د خپلو اعمالو په سزا ورسوي.
 
هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې شریکې شوي هم د ناورین ژورتیا او د چاودنې شدت ښیي.
 
تر اوسه د دغه برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو تر دې وړاندې داعش ترهګرې ډلې د دغه ډول بریدونو پړه پر غاړه اخیستې وه.
 
یوشمېر کارپوهان په دې باور دي، چې په دې بریدونو کې د بهرنیو هېوادونو استخباراتي کړۍ لاس لري او دوی غواړي په دې ډول بریدونو سره په هېواد کې مذهبي جګړې ته لمن ووهي.
 
https://avapress.com/vdcdf50xzyt0ks6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته