دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 257407
په هیواد کې د سیلابونو خبرداری / هیوادوال باید د سیندونو له بندونو څخه لرې پاتې شي
د هوا پېژندنې ادارې په ۲۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی. دې ادارې له ښاریانو غوښتي چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره دې د سیندونو له بندونو لرې پاتې شي.
افغان غږ خبری آژانس: د دې ادارې د خبر له مخې، په لاندې ولایتونو او سیمو کې د اسد له ۲۹ تر ۳۱ پورې د سختو بارانونو او سیلابونو وړاندوینه شوې ده:
 
ننګرهار، پنجشېر، خوست، پکتیکا، لوګر، میدان وردګ، غزني، کونړ، لغمان، غوربند ولسوالۍ، پروان، پکتیا، تالقان او د بغلان ولایت کوکچه تخار، بامیان، اندراب ولسوالۍ، سمنګان، بلخ، سرپل، ترینکوټ، ارزګان، ارغنداب ، نیمروز او فراه.
 
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې به په ډېری ذکر شویو ولایتونو او سیمو کې د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۷۰ ملي مترو پورې وي.
 
په خپره شوې اعلامیه کې د سیندونو په شاوخوا کې له خلکو غوښتل شوي چې د سیندونو د اوبو د سطحې د لوړیدو او په پورتنیو سیمو کې د سیلابونو د راوتلو د احتمال له امله د سیندونو په غاړو کې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
 
په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې هم د سختو بادونو وړاندوینه شوې ده.
 
په ځینو ولایتونو کې وروستیو سیلابونو ستر مالي زیانونه اړولي او لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په څو ولایتونو کې سېلابونو ۷۹۰ کورونه نړولي، ۴۱ کسان وژلي او تر ۳۷۰۰ ډېرې کورنۍ یې زیانمنې کړي دي.
 
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، سېلابونو فصلونه، کرنيزې ځمکې او سيمه ييزې ترافيکي بنسټونه هم ويجاړ کړي او د خلکو ترمنځ يې اړيکې پرې شوې دي.
 
اوچا وايي، يو شمېر بشري سازمانونه له زيانمنو شويو سره د خوراکي توکو او بېړنيو سرپناهونو مرسته کوي.
 
https://avapress.com/vdcaw0nu049nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته