دخپریدو نیټه :جمعه ۴ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۰۰
د مطلب کود : 257652
مجاهد: داعش په افغانستان کې ځپل شوی دی؛ موږ د الظواهري مړی نه دی موندلي
ذبیح الله مجاهد؛ د اسلامي امارت ویاند وايي، په هېواد کې په بې ساري ډول د داعش ډلې پورې تړلي ترهګر ځپل شوي او په افغانستان کې د فعالیت توان نه لري. هغه دا هم وویل چې اسلامي امارت تر اوسه د ایمن الظواهري مړی نه دی موندلی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ (سنبله ۳) په کابل کې په یوه خبری ناسته کې وویل چې د روسیې په ګډون د سیمې هېوادونه نور په افغانستان کې د داعش ډلې له شتون څخه هېڅ اندېښنه نه لری.
 
د مجاهد د څرګندونو پر بنسټ، د اسلامي امارت ځواکونو په تېر یوه کال کې په بې ساري ډول په داعش ډلې پورې تړلي ترهګر ځپلي دي.
 
مجاهد ټینګار کړی چې اسلامي امارت په خپلو ژمنو عمل کوي او هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پردیو هیوادونو پر ضد وکاروي.
 
مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د روسیې د دفاع وزیر په دې وروستیو کې ویلي، چې داعش او القاعده په افغانستان کې فعاله دي او د مذهبي افراطیت ایډیالوژۍ او له پولې هاخوا جنایتونه خپروي.
 
سرګي شویګو ویلي دي چې روسیه به د افغانستان وضعیت ته په کتو سره د منځنۍ اسیا د امنیت د تامین لپاره اقدامات وکړي.
 
مجاهد د خپلو خبرو په بله برخه کې د ایمن الظواهري مړی یاد کړ. د القاعدې ډلې مشر نه دی موندل شوی او د هغه د وژنې په اړه پلټنې روانې دي.
 
مجاهد همداراز د افغانستان په خاوره کې د بې پيلوټه الوتکو ګزمې ته په اشارې سره وويل چې دغه الوتکې د امريکا دي او د دوى پلاوى په دې اړه له امريکا سره خبرې کوي.
 
په افغانستان کې د ملي خبرو اترو د پیل په اړه د هند د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې د طالبانو ویاند ویلي چې طالبان د «سیاسي مخالفینو» د راګرځولو لپاره له ټولو لارو کار اخلي.
 
هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د اسلامي امارت د چارواکو د سفري معافیت نه تمدید ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دا اقدام به د افغانستان خلکو ته ناوړه عواقب ولري او نړیواله ټولنه یې مسؤله ده.
 
د اسلامي امارت ویاند هم سرحدي شخړو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د هېواد په پولو کې د ناامنۍ رامنځته کول د ځانغوښتونکو کسانو دسیسه ده چې غواړي د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو تر منځ خرابې او بې باوري رامنځته کړي.
 
په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله کې د طالبانو او ازبک سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې ازبک پوله ساتو پر ملکي وګړو ډزې وکړې او لږ تر لږه درې کسان یې ووژل.
https://avapress.com/vdccpmqii2bqpe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته