دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 258544
مجاهد د ملګرو ملتونو راپور "مغرضانه" بللی دی
په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د راپور له خپرېدو سره هم مهاله د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راپور مغرضانه بللی دی. د هغه په وینا دا راپور د اسلامي امارت پر وړاندې د دغه سازمان دښمنانه دریځ دی او دغه ډله دغه دریځ غندي.
افغان غږ خبری آژانس: مجاهد تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې بېنیټ په تېر کال کې په افغانستان کې د سلګونو پرمختګونو په اړه "شکایت" کړی او د غلط فهمۍ او ناسمو معلوماتو پر بنسټ یې څو مشخصو مواردو ته اشاره کړې ده.
 
د بشري حقونو شورا ته د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل:«افغانان د بشري حقونو په داسې کړکېچ کې راګیر دي چې نړۍ یې د منلو وړ نه ښکاري.
 
هغه زیاته کړه، د افغانستان په څېر په نړۍ کې بل داسې هېواد نشته چې هلته ښځې او نجونې له خپلو لومړنیو بشري حقونو څخه دومره ژر بې برخې وي چې یوازې د جنسیت له امله وي.
 
مجاهد ویلي: په افغانستان کې دښځو ژوند ته کوم ګواښ نشته. هغه زياته کړه، چې هېڅ ښځه په جګړو او چاپو کې نه وژل کېږي او نه هم خپل عزيزان له لاسه ورکوي.
 
مجاهد همداراز ویلي: "اوس هیڅوک د افغان ښځې عزت ته په سپکه سترګه نه ګوري او د هېڅ افغان مېرمنې او بې ګناه ماشومان په زندانونو کې نه دي اچول شوي."
 
د اسلامي امارت ویاند ویلي دي چې پوهنتونونه د ښځو او نجونو پر مخ خلاص دي او په زرګونو ښځې په تعلیم، لوړو زده کړو، عامې روغتیا، ملي تذکرو او پاسپورټ دفترونو، هوايي ډګرونو، پولیسو، رسنیو، بانکونو او نورو اړینو برخو کې په کار بوختې دي.
 
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه چې په افغانستان کې د قومي او مذهبي لږکیو ټول حقوق خوندي دي، نه یې څوک وژل شوي او نه زنداني شوي، نه یې د عبادت کولو مخه نیول شوې او نه یې کوم تورونه لګول شوي دي.
 
خو ریچارډ بینیټ د بشري حقونو د شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې هزاره ګان او نورې شیعه ټولنې له "منظم" بریدونو سره مخ دي چې کیدای شي یو نړیوال جرم وي.
 
د اسلامي امارت له جوړیدو وروسته څو ځله شیعه ګان د مرګونو بریدونو ښکار شوي دي. د بشري حقونو د فعالانو په وینا دا بریدونه د نسل وژنې یوه بیلګه ده.
 
د صوفیانو په ګډون ځینې سني فرقې هم د وژونکو بریدونو هدف ګرځیدلي دي. دغه راز سکهان او هندو لږکي هم د امنيتي ګواښونو له امله له افغانستانه وتلي دي.
 
د اسلامي امارت ویاند ویلي دي چې پر عبادت ځایونو د سلګونو بریدونو مخه نیول شوې او که استثنايي پیښې رامنځته شوې وي، عاملین یې نیول شوي او په سختو سزاګانو محکوم شوي دي.
 
مجاهد دغه راز د دغې ډلې د عمومي عفوې یادونه هم وکړه. په داسې حال کې چې بنت په خپل راپور کې ویلي چې اسلامي امارت دغه ژمنه پوره نه کړه.
 
هغه زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو راپور "په تعصب سره د دې ټولو مثبتو پرمختګونو یادونه نه ده کړې او نه یې ستاینه کړې ده."
 
مجاهد زیاته کړه: دا بې بنسټه قضاوت ښیي چې له دغه ستر نړیوال سازمان څخه په ښکاره ناوړه ګټه اخیستل کیږي او له ادرس څخه ناسم معلومات خپریږي.
 
د اسلامي امارت ویاند ویلي دي چې د ملګرو ملتونو له ادرس څخه «غیر مسؤلانه او پیچلې» څرګندونې خپریږي او د دغه سازمان دښمنانه دریځ د اسلامي امارت پر ضد دی او دغه ډله دا دریځ غندي.
 
https://avapress.com/vdcdoj0xoyt0kk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته