دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 126220
امریکا او بريتانیا په ګرجستان کې پوځي تمرینات پیل کړل
روسیې د دغو نظامي تمرینونو پر وړاندې غبرګون ښودلی او د امریکا او بریتانیا له خوا دغه تمرینونه یې پاروونکی عمل بللی دی.
امریکايي او بریتانوي ځواکونو په ګرجستان کې د دې هېواد له پوځ سره نظامي تمرینونه پیل کړل.
روسیې د دغو نظامي تمرینونو پر وړاندې غبرګون ښودلی او د امریکا او بریتانیا له خوا دغه تمرینونه یې پاروونکی عمل بللی دی.
په ورته وخت کې نن امریکا په رومانیا کې د مزاییلو پرمختللی دفاعي سیستم ځای پر ځای کوي.
د ګرجستان پوځ د امریکا او بریتانیا له ځواکونو سره په دې هېواد کې نظامي تمرینونه پیل کړل.
دغه نظامي تمرینونه به دوې اونۍ دوام وکړي، چې د روسیې له سخت غبرګون سره مخامخ شوي دي.
روسیې د ناټو د مهمو غړو هېوادونو دغو نظامي تمرینونو ته د جګړې د لوبې نوم ورکړی او دا یې د روسیې پر وړاندې د ناټو پارونکی عمل بللی دی.
په دې نظامي تمرینونو کې ۶۵۰ امریکايي او ۱۵۰ بریتانوي ځواکونه ګډون لري.
د ګرجستان دفاع وزارت دغه نظامي تمرینونه د دې هېواد له پاره مهم بللي دي.
امریکا او برتانیا په داسې حال کې په ګرجستان کې نظامي تمرینونه پیل کړي، چې نن امریکا په رومانیا کې د مزاییلو پرمختللی دفاعي سیستم ځای پر ځای کوي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا په دې کار سره له نړیوالو تړونونو سرغړونه کوي. امریکا وايي، په رومانیا کې د مزاییلو دفاعي سیستم به د ناټو له غړو هېوادونو څخه د دفاع  له پاره د لري واټن ویشتونکو مزاییلو مخنیوی وکړي.
د امریکا د مزاییلو دغه دفاعي سیستم کولای شي ځمکې ته تر رسېدو وړاندې هر ډول مزاییل په هوا کې له منځه یوسي.
د یادونې وړ ده، چې روسیه د یو شمېر نړیوالو مساییلو په اړه له ناټو سره اختلافات لري.    

https://avapress.com/vdcirqazut1arr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته