دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 258641
اسلامي امارت د افغانستان په اړه د ازبکستان د دوستانه دریځ هرکلی کوي
په ورته وخت کې چې د شانګهای کنفرانس پیل شو، د ازبکستان ولسمشر وویل چې افغانستان تر بل هر وخت دغو کنفرانسونو ته اړتیا لري. د افغانستان اسلامي امارت له لوري د شوکت میرزایوف دغه څرګندونې او دریځ هرکلی شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ازبکستان ولسمشر د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او سیاسی او اقتصادی ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړی.
 
د ازبکستان د ولسمشر وروستۍ څرګندونې او دریځ د افغانستان د اسلامي امارت له خوا تود هرکلی شوی دی.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي: د ازبکستان د هوښیار ولسمشر شوکت میرزایف دریځ د افغانستان په اړه دوستانه او خواخوږی دی.
 
مجاهد زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت د دغه دریځ ستاینه کوي او د دواړو هېوادونو د با اعتماد، سوله ییز او باثباته راتلونکي نښه ګڼي.
 
د يادونې وړ ده، چې د شانګهاى کنفرانس د ازبکستان په کوربه توب ترسره کېږي، په داسې حال کې چې د افغانستان کوم استازي ته بلنه نه ده ورکړل شوې.
 
https://avapress.com/vdcbawb58rhbs0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته