دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 258771
صنعتکاران: زموږ لویه ستونزه د برېښنا نشتوالی دی
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې چارواکي وايي، د دوی لویه ستونزه په صنعتي پارکونو کې د کافي برېښنا نشتوالی دی. دوی زیاتوي چې صنعتکاران «د اقتصادي ډګر مجاهدین» دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن یکشنبه (سنبلې ۲۷) د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د برخلیک په اړه د صنعتکارانو مطبوعاتي کنفرانس د هېواد د لسګونو صنعتکارانو په حضور کې په کابل کې جوړ شو.
 
عبدالجبار صافی; د کابل ولايت د صنايعو او کانونو د خونې رييس وويل: په تيرو شلو کلونو کې افغانستان ته ميليونونه ډالره ورکړل شوي دي، خو بنسټیز کارونه یې ترسره نه شول.
 
هغه زیاته کړه، د هېوادوالو لپاره دې د کار زمینه برابره شي، څو صنعتکاران وکولای شي واردات او صادرات راکم کړي.
 
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره امنیت ټینګ شوی او صنعتکاران باید په هېواد کې پانګونه پیل کړي.
 
د صنایعو خونې رئیس وویل، د صنعتکارانو د ستونزو د حل لپاره باید د یوه متخصص ټیم له خوا په تفصیلي پلان جوړونه وشي او د دې ترڅنګ اسلامي امارت د صنعتکارانو ملاتړ وکړي.
 
صافي زياته کړه، په هرات، کندهار او مزارشريف کې صنعتي پارکونه جوړ شوي او دغه صنعتي پارکونه د دولت بشپړ ملاتړ ته اړتيا لري.
 
ده د هېواد په صنعتي پارکونو کې د کافي برېښنا نشتوالى د صنعتکارانو يوه له مهمو ستونزو څخه وبلله او ويې ويل: په ميليونونو ډالره د وارداتو له امله بهر ته ځي چې په افغانستان کې له پانګونې سره اقتصادي وده کمزورې کېږي.
 
نجیب الله صدیقي؛ د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې مرستیال هم وویل: د هېواد صنعتکاران د اقتصادي ډګر مجاهدین دي، چې له ټولو ستونزو سره سره خپل کار ته دوام ورکوي.
 
همدا راز یې له اسلامي امارت وغوښتل چې د هېواد د اقتصادي ودې، صنعت او پانګونې د ملاتړ لپاره لاس په کار شي.
 
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مرستیال زیاته کړه، له صنعتکارانو څخه باید درنه مالیه ونه اخیستل شي او اسلامي امارت باید د شرکتونو لپاره د برېښنا ستونزه حل کړي.
 
هغه د دې په څرګندولو سره چې د صنعتکارانو ستونزې هوارې نه شي، پانګه به له هېواده وتښتي، وويل: حکومت او ملت بايد د صنعتکارانو د ملاتړ لپاره ملي تحرک اعلان کړي.
 
له بلې خوا شیرباز کمین زاده؛ د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې عمومي رئیس وویل: د کابل ولایت په صنعتي پارک کې د برېښنا اړتیا ۲۰۰ کیلوواټه ده؛ خو موږ شل کیلوواټه برېښنا لرو، چې زموږ لویه ستونزه ده.
 
هغه وويل، چې د کابل صنعتي پارکونه له ٢٨٠ څخه زيات ډوله توکي توليدوي، چې د زياتو مالياتو، د کافي برېښنا د نشتوالي او د ښاروالۍ د لاسوهنو له امله زموږ توليدات کمېږي.
 
د هېواد د صنایعو خونې عمومي رئیس ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د صنعتکارانو د ستونزو د حل لپاره هڅه کوي، چې په هېواد کې د پرمختګ لپاره لاره هواره کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د اسلامي امارت له جوړېدو او د نړیوالې ټولنې د مرستو له بندېدو وروسته د هېوادوالو اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcfecd0yw6dtea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته