دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۴۵
د مطلب کود : 259342
د نړیوالې ټولنې له خوا د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي مرستو یوه بسته کابل ته راورسېده
له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له نغدي مرستو وروسته، نن دوشنبه (میزان ۱۱) کابل ته د ۴۰ میلیونه ډالرو یوه بله نغدي بسته راورسېده.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان مرکزي بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام په موخه نن (دوشنبه، میزان ۱۱) د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي بسته کابل ته راورسېده.
 
د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، دغه پیسې په یوه سوداګریز بانک کې زیرمه شوي دي.
 
د پخواني حکومت له نسکورېدو او د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د نړیوالې ټولنې نغدي مرستې چې په پرله پسې ډول افغانستان ته رالېږل شوې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د بیې د ټیټېدو مخه ونیول شوه.
 
https://avapress.com/vdcayonuu49nme1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته