دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 260154
په نړۍ کې د امنیت د احساس شاخص /د نمرو زیاتوالی د افغانستان درد نه شي دوا کولی
د "ګالپ" په نوم د یوې څېړنیزې موسسې له خوا د ترسره شوې سروې له مخې، د تېرو کلونو په پرتله د نمرو له ښه کېدو سره سره افغانستان لا هم د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد بلل کېږي. په دې څېړنه کې سینګاپور د نړۍ تر ټولو خوندي هېواد بلل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د ګالپ څېړنیزې موسسې په یوه سروې کې سینګاپور د نړۍ تر ټولو خوندي او افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد بللی دی.
 
دغې ادارې په دې سروې کې د نړۍ له خلکو پوښتلي چې که دوی پر خپلو محلي پولیسو باور لري، ایا په خپلو سیمو کې ځان خوندي احساسوي او په تېر کال کې د غلاوو او بریدونو قرباني شوي؟
 
د ګالپ په وینا، هغه هیوادونه چې لوړې نمرې لري پدې معنی چې ډیر خلک هلته خوندي احساس کوي.
 
د دغه سازمان د سروې د پایلو له مخې، چې نن (چهارشنبه، غقرب ۴) خپره شوه، په ۲۰۲۱ کال کې سینګاپور د ۹۶ نمرو په لرلو سره تر ټولو خوندي او افغانستان د ۵۱ نمرو په لرلو سره تر ټولو ناامنه هېواد پېژندل شوي.
 
ګالپ ویلي چې په ۲۰۲۰ کال کې هیڅ یو هیواد د وبا په خاطر سروې نه وه کړې، خو په تیرو کلونو کې سینګاپور نږدې هر کال تر ټولو لوړې نمرې اخیستې او افغانستان په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې تر ټولو ټیټې نمرې اخیستې دي.
 
په ورته وخت کې دغه بنسټ وايي، که څه هم په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان نمرې ټیټې وې، خو د ۲۰۱۹ کال په پرتله یې په نمرو کې نسبتاً ښه والی راغلی.
 
ګیلپ ویلي چې په افغانستان کې د دې سازمان سروې په ۲۰۲۱ کال کې هغه مهال ترسره شوه چې طالبانو د اګست په میاشت کې د ټول افغانستان واک تر لاسه کړ.
 
دغه بنسټ زیاته کړې، که څه هم افغانستان په ګډوډۍ کې و؛ خو د اسلامي امارت د جګړې پای د تاوتریخوالي د پام وړ کمښت لامل شو.
 
https://avapress.com/vdcdkz0xoyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته