دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 260760
۵۴ ناروغ ماشومان د عاجلې درملنې لپاره آلمان ته استول کیږي
۵۴ ناروغ ماشومان به د یوې خیریه موسسې په همکارۍ د عاجلې درملنې لپاره آلمان ته واستول شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سرې میاشتې ریاست وايي، د «آلمان د سولې کلي» خیریه موسسې په همکارۍ ۵۴ تنه ټپیان او ناروغ ماشومان چې عاجلې درملنې ته اړتیا لري، درملنه کیږي.
 
د سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان الله شریفزي رسنیو ته وویل، چې سبا به د سرې میاشتې ټولنې له لوري ۵۴ تنه افغان ماشومان چې عمرونه یې د ۱ او ۱۱ کلونو ترمنځ دي جرمني ته واستول شي او په همدې ورځ ۶۸ تنه افغان ماشومان چې مخکي یې د سرې میاشتې ټولنې له خوا د درملنې لپاره استول شوي وو بېرته افغانستان ته به راستانه شي.
 
د سرې میاشتې چارواکي وايي، د دغو ماشومانو د درملنې موده شپږ میاشتې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د المان د سولې کلي خيريه موسسې او د افغاني سرې مياشتې تر منځ تړون په ١٩٨٨ کال کې لاسليک شوى و.
 
د سرې میاشتې د رئیس مطیع الحق خالص په وینا، هغه ماشومان چې د دې هوکړې له مخې لېږل کېږي، هغه ماشومان دي چې کورنۍ یې د درملنې توان نه لري او دغه اداره ورته پاسپورټونه، وېزې او نورې اسانتیاوې برابروي.
 
د افغاني سرې ټولنه د هغو ماشومانو تر څنګ چې سخت سوځېدلي یا مات شوي هډوکي لري، هغه ماشومان هم لېږي چې د زړه ناروغي لري.
 
https://avapress.com/vdcg3z9xzak93u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته