دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 260852
د کندهار په سپین بولدک کې د څښاک د اوبو رسولو کانال جوړیږی
د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره د څښاک د اوبو رسولو کانال د ١٥ ميليونه افغانيو په لګښت د دې ولسوالۍ د ښاروالۍ له خوا پرانيستل کیږي.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د کندهار سپین بولدک ولسوالي چې شاوخوا ۳۰ زره نفوس لري، په تیرو پنځو کلونو کې د اوبو له بحران سره مخ وه او هرې کورنۍ ته یې د ټانکر په واسطه د څښاک اوبه رانیولې، چې اوس د دغه کانال په پرانیستلو سره به تر ۱۵ زرو ډېر خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
 
د سپین بولدک ولسوالۍ ښاروال قاري رحمت الله مسافر افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د کندهار والي حاجي یوسف وفا په مستقیمه لارښوونه د اوبو د ۹ څاګانو کیندلو او د ۳۶۰۰ متر مکعب په ظرفیت د اوبو د یوې ذخیرې په جوړېدو سره د دغې پروژې ټول لګښت ۱۵ میلیونه افغانۍ دی او ۴ میاشتې وخت نیسي، چې په عملي کېدو سره به یې له ۱۵ زرو څخه زیات خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
 
د دې پروژې مسؤل انجنير حيات الله هم وويل: د دې پروژې له پرانستلو سره سم د کندهار سپين بولدک ښاروالۍ غواړي د اوبو رسولو د دغه کانال د ظرفيت په لوړولو سره د اوبو د ٤ نورو څاه ګانو په کيندلو سره د کندهار د سپين بولدک ټول اوسېدونکي له پاکو اوبو څخه برخمن سي.
 
 هغه زياته کړه، چې د دې پروژې د دويم پړاو په پلي کېدو سره به ٣٠٠ کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
 
د سپین بولدک ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حفیظ حقمل هم وویل: د اسلامي امارت مسؤلین شپه او ورځ د خلکو د ستونزو د حل او د خلکو د ستونزو د هواري لپاره کار کوي او له ستونزو پرته هوسا ژوند د هر وګړي حق دی.
 
د سپين بولدک اوسېدونکي محمد عليزي افغان غږ خبری آژانس ته وويل: د پاکو اوبو د دغه کانال په جوړېدو سره د دې ولسوالۍ د خلکو لويه اندېښنه له منځه ځي، خو د دغه کانال د دويم پړاو کار بايد ژر تر ژره پيل او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. تر څو ټول خلک د څښاک پاکي اوبه ته لاسرسی ولري.
 
https://avapress.com/vdciwuarrt1aqv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته