دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 261176
بريتانيا په افغانستان کې ناوړه وضعيت له بنديزونو سره تړاو نه لري
د افغانستان لپاره د برتانیې د سفارت شارژدافیر پرون یو ټویټ خپور کړ او ویې ویل چې د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت له بندیزونو سره تړاو نه لري. د هغه په وينا، د يوه هېواد په توګه پر افغانستان هېڅ ډول بنديزونه نشته. بلکه، د ملګرو ملتونو بندیزونه افراد او ځینې بنسټونه په نښه کوي.
افغان غږ خبری آژانس: په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت شارژدافیر هوګو شارټر پرون (شنبه، عقرب ۲۷) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي: له هغه وخت راهیسې چې اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په فعالیت پیل وکړ، هیڅ نوي بندیزونه پر افغانستان نه دی تحمیل شوی.
 
دغه بریتانوي دیپلومات ټینګار کړی چې د یوه هېواد په توګه پر افغانستان کوم بندیزونه نشته، بلکې د ملګرو ملتونو بندیزونه اشخاص او بنسټونه په نښه کوي.
 
د هغه په ​​وینا د اسلامي امارت پر ضد بندیزونه په ۲۰۱۱ کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ نمبر پریکړه لیک له مخې لګول شوي او موخه یې د سفر بندیز او د وسلو بندیز دی.
 
هوګو شارټر زیاته کړه چې دا مهمه ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۱ په ډسمبر کې ۲۶۱۵ پریکړه لیک تصویب کړ چې دا تضمینوي چې د ملګرو ملتونو بندیزونه د بشردوستانه مرستو یا نورو فعالیتونو په وړاندې کوم خنډ نه رامینځته کوي چې د لومړني بشري اړتیاو ملاتړ کوي.
 
هغه همدا راز زیاته کړه چې د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو بیرته ستنیدل د بانک په وړتیا پورې اړه لري چې د څارنې د اړینو میکانیزمونو سره مسلکي او له سیاسي پلوه خپلواک فعالیت وښيي. د هغه په ​​وينا، په دې برخه کې لا زياتو پرمختګونو ته اړتيا ده.
 
شارټر وویل چې د بریتانیا په ګډون مرستندویان په افغانستان کې د بشري اړتیاوو او اقتصادي ثبات ملاتړ ته ژمن دي.
 
د هغه په ​​وينا، سږ کال په ټوليزه توګه مرستندويانو د ٢،٤ ميليارده ډالرو مرستې ژمنه کړې او دا مرستې د رسولو په حال کې دي.
 
د برتانیې د سفارت شارژدافیر په دې وروستیو کې وویل چې د ځینو لپاره دا مناسبه ده چې د افغانستان نننۍ ټولې ننګونې په بندیزونو تورنې کړي، خو داسې نه ده. هغه دا کیسه ګمراه کوونکی وباله او ویې ویل چې د بیړنۍ معاملې لپاره د یو بل سره اړیکي ته اړتیا ده.
 
د چین او روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونه د افغانستان د کړکېچ لامل امریکا او لوېدیځ متحدان بولي.
 
https://avapress.com/vdciyzarqt1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته