افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د دفتر ویاندې الیزابت تروسل د سه شنبې په ورځ (نومبر۲۲) وویل چې په تیرو لسو ورځو کې ۱۷ تنه په سعودی عربستان کې د مخدره موادو د قاچاق په جرم اعدام شوی دی.
تریسل زیاته کړه چې اعدام شوي کسان د پاکستان، سوریې، اردن او سعودي عربستان اتباع وو.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاند زیاته کړه، سعودي عربستان د روان کال له پیله تر اوسه ۱۴۴ کسان اعدام کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دغه چارواکي دغه اعدامونه "د ژورې خواشینۍ وړ" بللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په مارچ میاشت کې سعودي عربستان په یوه ورځ کې د ۴۱ ځوانانو په ګډون ۸۱ کسان اعدام کړل چې د هېوادونو او د بشري حقونو د بنسټونو پراخې نیوکې ورسره وشوې.