دخپریدو نیټه :شنبه ۵ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 261467
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی مفتش:

تېر حکومت ۱۹ میلیارده ډالر ضایع کړل

تېر حکومت ۱۹ میلیارده ډالر ضایع کړل
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیګار) د یوه ټویټ په خپرولو سره د اشرف غني او د هغه د حکومت لخوا د امریکا د میلیاردونو ډالرو بشري مرستو ضایع کولو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس: سیګار په یوه ټویټ کې لیکلي چې دغه احصایه یې د افغان حکومت له سقوط مخکې ترلاسه کړې ده.
 
سیګار ټویټ کړی، "د جمهوري ریاست له ړنګېدو مخکې، سیګار په خپرو شویو راپورونو او څېړنو کې معلوم کړي وو چي تیر نظام شاوخوا ۱۹ میلیارده ډالر ضایع کړي وو، چي د دوي درغلۍ او ناوړه ګټه په ګوته کړې وه
 
د حکومت د ړنګېدو پر مهال د مليونونو ډالرو د فساد او اختلاس تورونه ول.
 
ادعا شوې وه چې پخوانی ولسمشر اشرف غني له ۱۶۹ میلیون ډالرو سره له افغانستانه تښتېدلی دی. سیګار په یوه راپور کې ویلي، چې امکان نه لري چې دا ادعا رښتیا وي.
 
خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش په یوه راپور کې ویلي و چې ظاهراً د حکومت له سقوط سره د افغانستان د ملي امنیت د ریاست له بودیجې څخه میلیونونه ډالر غلا شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcb08b5zrhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته