دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 261536
د تاجکستان او فرانسې ولسمشرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د تاجکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د افغانستان په اړه د دغه هېواد ولسمشر له خپل فرانسوي سیال سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د تاجکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه هېواد ولسمشر د فرانسې له ولسمشر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
 
ویل کېږي چې دغه ټیلیفوني خبرې د فرانسې د ولسمشر په غوښتنه ترسره شوې دي.
 
د تاجکستان د ولسمشر له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دواړو ولسمشرانو د بحثونو تمرکز د افغانستان مسایل دي.
 
ویل شوي، چې د دغو دواړو هېوادونو ولسمشرانو په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د امنیت یو له اساسي شرطونو څخه بللی او د افغانستان په چارو کې یې پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.
 
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې دواړو لورو پر پوځي، سیاسي او اقتصادي همکاریو هم خبرې وکړې.
 
د دواړو هېوادونو مشرانو دغه راز د افراطیت پر وړاندې پر ګډې همکارۍ او د نشه یي توکو د قاچاق له ګواښونو سره پر مبارزې ټینګار کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcipzarqt1aqw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته