دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 261567
د ۲۰۲۴ نړیوال جام ته د کرکټ ملي لوبډله لاره پیدا کړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د سریلانکا له لوبډلې سره لوبه مساوي کړه. د دې پایلې سره د هېواد ملي لوبډله وتوانېده چې په هند کې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته لار ومومي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو په خپله دویمه پنځوس اوریزه لوبه کې پرون یکشنبه (قوس ۶) د سریلانکا له ملي لوبډلې سره لوبه وکړه.
 
په دې لوبه کې د هېواد ملي لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ۴۹ اورونو کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سریلانکا ملي لوبډلې ته د ۲۲۹ منډو هدف وټاکه.
 
خو؛ په بل پړاو کې کله چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې توپ وهنه کوله، له درېیم پاڼۍ وروسته باران پیل شو، چې ریفرانو لوبه پای ته ورسوله او د لوبې نمرې یې په مساوي ډول ووېشلې.
 
خو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د زمبابوې، ایرلنډ او سریلانکا په وړاندې په ۱۳ لوبو کې د ۱۱۵ نمرو په ترلاسه کولو سره د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته په مستقیم ډول کوالیفايي کړي.
 
تر دې وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته د لار موندنې په موخه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته ۱۹ سیالۍ ټاکلې وې، چې شپږ لوبې یې د سریلانکا، سویلي افریقا، استرالیا او پاکستان له لوبډلو سره د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ته پاتې دي.
 
https://avapress.com/vdccesqim2bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته