دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 261708
ایران په سمنګان کې ترهګریزه پېښه وغندله
د ايران د اسلامي جمهوريت سفارت د يو پيغام په لېږلو سره د سمنګان ولايت په "الجهادي" ديني مدرسه کښې د چاودنې د قربانيانو له کورنيو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د دغه شان پېښو رامنځته کېدل يې په کلکه وغندل.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت د سمنګان ولایت کښې په یوه دیني مدرسې ترهګریز برید په کلکو ټکو غندلی دی.
 
دغه سفارت په خپله خبرپاڼه کې ليکلي دي: د ايران د اسلامي جمهوريت سفارت د سمنګان ولايت په يوه ديني مدرسه کې هغه وحشيانه او تروريستي پيښه چې د افغانستان د يو شمير بې ګناه خلکو د وژل کيدو او ټپي کيدو سبب شوه په کلکه غندي. د دغې پېښې له ژوندي پاتې شويو کسانو سره خپله خواخوږي څرګندوي، دا يوه وژونکې پېښه ده.
 
د يادونې وړ ده، چې پرون (چهارشنبه، قوس ۹) د سمنګان ولايت په «الجهادي» ديني مدرسه کې چاودنه شوې، چې د چارواکو په وينا، په دې پېښه کې ۱۵ تنه وژل شوي او تر ۲۰ ډېر ټپيان دي.
 
https://avapress.com/vdcjyve8ouqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته