افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر سید حبیب الله وايي چې د تیر کال په اکټوبر میاشت کې د بامیانو په ولایت کې شاوخوا ۶۳۵۰ ماشومان د سینه بغل له امله روغتونونو ته ورغلي وو.
د بامیان د عامې روغتیا د مرستیال په وینا، سږ کال دا شمېره دوه برابره شوې او د سږ کال په اکټوبر میاشت کې څه باندې ۱۱۸۰۰ ماشومان د سینه بغل له امله د دغه ولایت روغتونونو او کلینیکونو ته مراجعه کړې ده.
د باميان د ولايتي روغتون د کوچنیانو د څانګې ډاکټر زلمی ګلزار هم وايي، چې سږ کال د موسمي ناروغيو کچه د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره شوې ده.
د ښاغلي ګلزار په خبره، په تېرو کلونو کې به په میاشت کې تر ۲۰۰ ډېر ماشومان د سینه بغل له امله په دغه روغتون کې بستر کېدل، خو اوس چې لا هم د ژمي موسم نه دی پیل شوی، په یوه میاشت کې شاوخوا ۵۰۰ ماشومان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هغه په وينا، ډېرى دغه ماشومان له دوو کلونو کم عمر لري او د دغو ماشومانو ميندې وايي، چې د سړې هوا او د ژمي د سونګ توکو د کمښت له امله دغه ماشومان په سينه بغل اخته شوي دي.
سکينه د هغو ماشوم مور ده چې دوه کلن زوى يې له پنځو ورځو راهيسې د باميان په ولايتي روغتون کې بستر دى.
زوی یې په سینه بغل اخته دی. هغه وايي چې ماشوم يې د سړې هوا له امله په دې ناروغۍ اخته شوى دى.
هغه وايي: "مېړه مې مړ شو، سږ کال د ډبرو سکاره ډېر ګران شوي دي او تر اوسه مو په کور کې بخاري نه دی نصب کړی."
د يادونې وړ ده، چې د بې وزلۍ او د تودوخې د توکو د لوړې بيې له امله ډېرى کورنۍ د ژمي د سونګ توکو د پېرلو توان نه لري او د سړې هوا له امله د ماشومانو په سينه بغل اخته کسان ډېر شوي دي.