دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۲
د مطلب کود : 261884
په هېواد کې د ملي جامو کارول ډېر شوي دي
د هیواد اوسیدونکي وايي، د اسلامي امارت له واک ته رسیدو وروسته په خلکو کې د بهرنیو جامو پر ځای د ملي جامو استعمال زیات شوی او د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د خلکو پر جامو ځینې بندیزونه لګول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: یو شمیر خیاطان د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وایی چې د هیواد اوسنی اقتصادی وضعیت ته په کتو سره د دوی کاروبار ډیر ښه نه دی، خو اکثره خلک ملی لباسونه استعمالوی.
 
د کابل په دیارلسمه حوزه کې عارف خیاط وايي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته که څه هم کار یې کم شوی دی، خو اکثره خلک د بهرنیو جامو پر ځای ملي جامې کاروي.
 
عارف وايي چې کله ناکله د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه د ده دوکان ته راځي او د تنګ او ښکاره جامو د ګنډلو خبرداری ورکوي.
 
ضیا اصغري; د کابل ښار یو بل خیاطي هم وايي چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د ده په ګډون د ټولو خلکو کارونه په ټپه دریدلي او تر اوسه د سرپرست حکومت له لوري د جامو په ګنډلو کوم بندیز نه دی لګول شوی.
 
په همدې حال کې حفیظ الله؛ د کابل اوسېدونکې وايي، چې تر ډېره ملي جامې کاروي؛ خو په فرهنګي مناسبتونو کې له دریشی زیاته استفاده کوي او تر اوسه د امارت له کوم ځواک سره نه دي مخ شوي چې د دې پوښښ د نوعیت په اړه یې څه ویلي وي.
 
هغه له حکومت څخه غواړي چې د خلکو د پوښښ او شخصي مسايلو په اړه څه ونه کړي او د اقتصادي ستونزو لپاره کار وکړي.
 
عباس بارکزی؛ د کابل ښار يو بل اوسېدونکى هم وايي، چې دواړه ډوله جامې کاروي، خو تر ډېره د اصلي جامو سره هوسا وي.
 
هغه له اسلامي امارت څخه غوښتي دي چې د جامو اغوستو ته چې د خلکو د محرمیت یوه برخه ده درناوی وکړي.
https://avapress.com/vdcevz8wejh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته