دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 262070
په کندهار ولایت کې د پنبې د پروسس د کارخوني پیل/ د برېښنا نشتوالی لا هم د کارخونو د خاوندانو لپاره یوه جدي ستونزه ده
په کندهار ولایت کې د څه باندې پنځوس میلیونه افغانیو په لګښت د پنبې د پروسس یوه کارخونه جوړه شوه. په همدې حال کې د کندهاري فابریکو خاوندان وايي، د برېښنا ستونزه لا هم د کندهار په صنعتي پارکونو کې د دوی لویه ستونزه ده.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د کندهار ولایت چارواکي وايي، دغه کارخونه په ۸ ساعتونو کې د ۳۲ ټنه پنبه، دوه ټنه غوړي او ۲،۵ ټنه صابون د پروسس وړتیا لري.

دغې کارخونه د کندهار ولايت په صنعتي پارک کې په کار پيل کړي. دا مهال د کندهار ولايت په صنعتي پارک کې د پنبې د پروسس ٢٧ فابريکې فعاليت لري، چې ١٥٠٠ تنه يې په مستقيم او ٣٠٠٠ تنو په غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره کړې ده. له دغو شرکتونو څخه هر کال ۱۷۰ زره ټنه پروسس شوې پنبه له افغانستان څخه بهر ته صادرېږي، چې عاید یې ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي، خو د دغو صنعتي پارکونو او کارخونو عمده ستونزه د برېښنا نشتوالی دی.
 
د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، که د کندهار په صنعتي پارکونو کې د برېښنا ستونزه هواره شي، غیر فعال شرکتونه به بېرته فعال شي.
 
د کندهار د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر سيد سرور اماني وايي، چې د برېښنا ستونزه هواره شي، په دغه ولايت کې به نورې کارخوني فعالې شي.
 
هغه وويل: "که موږ برېښنا ولرو، نو د زياتو فابريکو پرانېستل شاهد به یو."
 
خو پانګوال هم د کندهار په صنعتي پارکونو کې له ستونزو شکايت کوي او وايي چې هر کال له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
 
خو د کندهار سیمه ییز چارواکي ټینګار کوي چې د پانګوالو د ستونزو د هواري او خلکو ته د کاري چاپېریال په برابرولو کې به هڅې وکړي.
 
https://avapress.com/vdccmiqix2bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته