دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 262381
داسلامی امارت مشر په پنجشیر کې دخلکو او چارواکو ترمینځ په یووالی ټینګار وکړ
د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده د پنجشېر ولایت له یو شمېر مسؤلینو، علماوو او مخورو سره په کتنه کې هغوی ته امر وکړ چې په دغه ولایت کې دې نور هم اتفاق او اتحاد رامنځته کړي، تر څو د راتلونکي نسلونه ته د یووالي بېلګه پاتې شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون پنجشنبه (قوس ۲۳) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي امارت مشر ملا هیبت الله اخندزاده د هیواد له یو شمیر چارواکو سره، د پنجشیر ولایت با نفوذه کسانو، علماوو او مسئولینو سره وکتل.
 
په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې د اسلامي امارت رهبر د پنجشیر ولایت مسؤلینو او علماوو ته امر کړی چې په دغه ولایت کې نور هم اتحاد او اتفاق رامنځته کړي، ترڅو راتلونکو نسلونو ته د یووالي بېلګه پاتې شي.
 
ملا هبت الله اخندزاده ویلي چې هدف یې اسلام او د افغانستان ملت ته خدمت کول دي او له افغان ولس یې وغوښتل چې په دې برخه کې د اسلامي امارت ملاتړ وکړي.
 
د اسلامي امارت رهبر د پنجشیر ولایت د خلکو له بشپړ اطاعت او ټینګ ملاتړ څخه خوښي څرګنده کړه او د دغه ولایت له چارواکو سره یې د پنجشیر د خلکو د هر اړخیزې همکارۍ قدرداني وکړه.
 
اعلامیه زیاتوي، چې په دې غونډه کې د پنجشیر او اندراب د نظامي عملیاتو عمومي رئیس ملا عبدالقیوم ذاکر، د پنجشیر والي مولوي محمد محسن، د همدې ولایت امنیه قوماندان، د استخباراتو رئیس، د علماوو د شورا رئیس او غړي او لسګونه دیني او مخور علما شامل وو.
 
دغه راز دپنجشير ولايت علماوو او ديني عالمانو دغه ولايت ته داسلامي امارت په راتګ خوښي څرګنده کړه او له خلکو سره يې دچارواکو دښه سلوک او هلته د امنيت دټينګښت په باب خبرې وکړې .
 
په دغه اعلامیه کې د پنجشیر ولایت له چارواکو، علماوو سره د اسلامي امارت د مشرتابه د ناستې دقیق وخت او ځای نه دی په ډاګه شوی.
 
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د هیواد د خصوصي سکتور یو شمیر مسؤلینو، سوداګرو او پانګوالو د اسلامي امارت له مشرتابه سره لیده کاته او خبرې اترې کړي دي.
 
https://avapress.com/vdch6iniz23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته