دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۶
د مطلب کود : 262422
نصیر احمد فایق به یو ځل بیا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ په غاړه ولري
د ځينو سرچينو له قوله د ملګرو ملتونو له خوا په دغه سازمان کې د افغانستان د څوکۍ د يو بل کال لپاره نصير احمد فايق ته د سپارلو پرېکړه اعلان کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: سرچینو افغانستان اینترنشنال ته ویلي، چې د دې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د اسلامي امارت هڅې ناکامې شوې او ناصر فایق به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب ته دوام ورکړي.
 
ټاکل شوې چې دغه کمېټه د جمعې په ورځ په رسمي توګه خپله پرېکړه اعلان کړي.
 
د سرچینو په وینا، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د څوکۍ د اخیستو لپاره خپل اسناد وړاندې کړي وو، خو ونه منل شو.
 
دا دوهم ځل دی چې اسلامي امارت په دغه سازمان کې د افغانستان د څوکۍ لپاره غوښتنه کوي. دې ډلې تېر کال د قوس په ۱۴مه هم ورته غوښتنه وکړه او سهیل شاهین یې په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه معرفي کړي وو.
https://avapress.com/vdcdxx0xxyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته